د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاین کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

ba_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱۴
خبر

د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مفتي جمال الدین آغا او  محصلانو چارو مرستيال پوهنوال محمد شریف امین د آی ټي آمریت اړوند د آی ټي  سي بي  مرکز کې  د لوړو زده کړو وزارت په دوو جلا کنفرانسونو کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين شیخ ضیاء الرحمن اریوبي، محصلانو چارو معين شیخ عبد الله سیحان او د یو شمېر پوهنتونونو علمي او محصلانو چارو مرستيالانو هم ګډون کړی و.
په کنفرانسونو کې په یو شمېر بېلا بېلو موضوعاتو، ستونزو ته د حل لارو لټولو تر څنګ د پوهنتونونو تر منځ د لا همغږۍ په رامنځته کولو باندې خبرې وشوې.
دغه کنفرانسونه د خير په دعا سره پای ته ورسېدل. 
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره اداري ناسته وکړه!

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۴مه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره د اداري  چارو، په روڼتيا او چټکتيا په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۸:۵۶
Background image

د بلخ پوهنتون نوي علمي چارو مرستيال د همدغه پوهنتون يو شمېر، پوهنځيو او ادارو څخه ليدنه وکړه!

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفر المظفر مياشتې په ۲۲مه د بلخ علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د بلخ پوهنتون اقتصاد، زراعت او ساينس پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، په دغه ليدنه کې. . .

BACK TO NEWS