د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۲:۱۰
خبر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین په انلاین بڼه پر لیکه وو، د هېواد تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

محترم شیخ صاحب په ټولنه کې د پوهنتونونو پر رول او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا پر موږ لوی اعتماد کړی او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا مسؤلیت یې راسپارلی، تر څو ترقي ورکړو‎».

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د پوهنتونونو مسؤلینو ته وویل چې موږ د خپلو ورځنیو چارو تر څنګ، په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو راوستولو مکلفیت لرو او د هېواد بنیادي پرمختګ را تر غاړې دی.

نوموړي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو ټينګار وکړ او د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو سره سم یې د پوهنتونونو مسؤلینو ته  سپارښتنه وکړه چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب  وڅاري او د هېواد بچیان د خپل دین، کلتور او ارزښتونو سره سم وروزي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي نهادونو مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS