د (قلموال) لړۍ په لړ کې څلورم ټوک هم د چاپ پر ګاڼه سمبال او د مخکتنې غونډه یې ترسره شوه!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۳:۵۴
خبر

د بلخ پوهنتو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ  چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري(اسد) ۱۷مه نېټه د (قلموال) څلورم ټوک د بېلابېلو پوهنځیو رئیس صیبانو او استادانو په ګډون، چې د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ ګڼ شمېر محصلان هم راټول شوي وو،  پرانیست.

د (قلموال) په دغه ټوک کې دا ځل څلورم او درېیم ټولګيو د څلورکلنې لېسانس دورې مزل، بېلابېلې ادبي_هنري لیکنې، د ژوند خوږې خاطرې په هنري انداز د نثر په جامه کې پېيل شوي دي.

د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ د فرهنګي کمېټې مشر او د( قلموال) لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي د (قلموال) په اړه هر اړخیز معلومات او هم یې له تېرو ټوکونو سره د دې ټوک زیاتونې او متفاوتوالی د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ. بیا یې له استادانو، محصلانو او په ځانګړې توګه یې د شمال مطبعې له بنسټګر استاد پوهنمل محمدنعیم نظري څخه مننه وکړه، چې هر ځل یې په مشترکه توګه دې لړۍ ته اوږه ورکړې ده.

ورپسې د ادبیاتو پوهنځي رئيس قاري فيض الله ذکي د دریځ مخې ته وغوښتل شو، ښاغلي فيض الله ذکي پرې خوښي څرګنده کړه او د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ فرهنګي هڅې یې وستایلې. همدارنګه یې د دا ډول فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

 په غونډه کې د بېلابېلو ویناوالو له وینا وروسته (قلموال) پر اړوندو محصلانو ووېشل شو او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۵
Background image

بریښنايي آزموينو په مرکز کې کار اهل کار ته سپارلو په موخه ازموينه واخيستل شوه.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحدیث محمد سيد هاشمي په لارښوونه کار اهل کار ته سپارلو په موخه د بلخ پوهنتون کارکوونکو چارو آمريت څه موده وړاندې ۴ څلور اداري بستونه د آزاد رقابت له لارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د بلخ پوهنتون او آريا خصوصي پوهنتون لخوا استادانو ته د نړيوالو معتبرو ژورنالونو پيژندنې يو ورځنى ورکشاپ وړاندې شو.

سه شنبه  د ۱۴۴۷ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه  بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت په مرسته او همغږۍ د آريا پوهنتون په کوربه توب د بلخ پوهنتون او بلخ ولايت خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۳۴
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مسلکي پراختيا آمريت له لوري د لومړنيو صحي مرستو په اړه درې ورځنی سيمينار ترسره شو.

نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د رجب المرجب مياشتې په ۱۱ مه د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند مسلکي پراختيا آمريت له لوري د لومړنيو صحي مرستو په اړه درې ورځني سيمينار  ترسره شو.

 په دغه. . .

BACK TO NEWS