دبلخ پوهنتون د اداری خالی بستونو خبرتیا
بلخ پوهنتون د خپلو کارونو د لا ښه سمون، چټکتیا او کار اهل کار ته د سپارلو او مسلکي کسانو د ګمارلو په موخه د لومړي ځل لپاره(۹) نهه اداري بستونه او (۵ )پنځه بستونه د ډاکټرۍ په برخه کې د دوهم ځل لپاره د آزادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د بست عنوان:
۱- انجينري ساختماني حفظ و مراقبت ( ۴) څلورم يو بست.
۲- د راديولوژي تکنيشن پنځم يو بست.
۳- انستيزي لوګر (۵)پنځم يو بست.
۴- د عاجل خونې نرس (۵)پنځم دوه بسته.
۵- د عمليات خونې نارينه نرس (۵)پنځم يو بست.
۶- تکنيشن کار (لابرانت )(۵) پنځم يو بست.
۷- د وترنرۍ پوهنځي جنسي معتمد (۷) اووم يو بست.
۸- د ساينس پوهنځي خدماتي کارکوونکی( ۸ )اتم يو بست.
۹- دانجنيري معدن پوهنځي خدماتي کارکوونکی( ۸ )اتم يو بست.
دډاکټرانو پنځه بستونه.
۱- متخصص انتاني ( ۳ )دريم يو بست.
۲- دزړه متخصص( ۳) دريم يو بست.
۳- جلدي ډاکټر (۴) څلورم يو بست.
۴- عقلي او عصبي ډاکټر (۴) څلورم يو بست.
۵- جراحي ډاکټر ( ۴) څلورم يو بست.
لېواله اشخاص کولای شي، چې د ۱۴۴۶/۱/۳۰ ه ق څخه تر ۱۰ /۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې یادو اداري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه کاري فورمې د پوهنتون د بشري سرچينو آمريت څخه ترلاسه کړي، او د فورمې د تکمیل او ډکولو وروسته دې( يو قطعه عکس، د تذکرې رنګه کاپي، د تحصیلي اسنادو او د کاري تجربې د اسنادو یوه - یوه رنګه کاپي) د اعلان د تاریخ تر ختم مخکې دې د بشري سرچينو آمريت ته وسپاري.
بلخ پوهنتون داړیکو او عامه پوهاوي آمريت.