د حفظ او مراقبت مدیر د پېژندګلوۍ غونډه

ba_admin
Mon, Sep 16 2024 10:28 AM
خبر

يکشنبه ورځ د وږي د مياشتې په 25مه د بلخ پوهنتون د مالي او اداري معاونیت پورې اړوند د تدارکات آمريت د حفظ او مراقبت نوي مدير د معرفۍ په جلسه کې د ياد پوهنتون خدماتي کارونکو ته په خطاب وويل: چې شکر دی، په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، مونږ تاسې ته پکار دي چې په نبوي سنتو ځان عيار کړو او خپلې کړنې د الله د رضا لپاره وکړو ترڅو دیني او دنیوي ګټې ترلاسه کړو.

هغه په خپلو خبرو کې له خپلو ټولو مدير صاحبانو او خدمتي کارکوونکو څخه د ښه کار کولو له امله خوښي وښوده او په راتلونکي کې ورته د لا دغه ډول ښه خدمت دعا وکړه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo