د پوهنتون رئیس له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه

ba_admin
Wed, Oct 02 2024 3:02 PM
خبر

شنبه ورځ د روانې تلې مياشتې په اوومه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد «هاشمي» د ياد پوهنتون د ساينس، کمپيوټر ساينس او معدن انجنيرۍ له پوهنځيو ليدنه وکړه.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي چې د رياست آمر دفتر ورسره ملتيا کوله د ذکر شويو پوهنځيو سربېره د ټولګيو او لابراتوارونو څخه هم ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې د ياد پوهنتون رئيس استادانو ته په نیکه رويه او مسووليت اخيستولو توصيه وکړه، او په ضمن کې د لابراتوارونو کې د موادو د کمبود په اړه له محصلانو پوښتنې وکړې، او په ځواب کې يې ورته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

 

photo