په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د تهيه او تدارکاتو آمر د خدمتي کارکوونکو سره ناسته کړې!

ba_admin
Sat, Apr 12 2025 10:33 AM
خبر

چهارشنبه د ۱۴۰۴لمريز کال د حمل مياشتې په شلمه د بلخ پوهنتون خدمتي کارکوونکو سره د ياد مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريت آمر مولوي سیدفريد «سادات» ناسته وکړه، د دغې ناستې پيل د قران عظيم الشان په مبارکو اياتونو سره وشو.

 

په نوموړې ناسته کې د دغه آمريت اړوند د خدماتو عمومي مدير او حفظ مراقبت مدير هم ګډون درلود

 

ښاغلي مولوي سید فريد «سادات» په دغه ناسته کې خدمتي کارکوونکو ته د بلخ پوهنتون په ټولو نظافتي چارو خبرې وکړې او د پوهنتون چاپيريال په لا ښه پاکوالي ټينګار وکړ، نوموړي آمر د ناستې په پای کې د ګډوالو ستونزې هم واورېدلې او په ضمن کې يې ورته د حل ډاډ ورکړ.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.