په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په هدايت، د پاک چاپېريال په موخه، په اوونۍ کې يوه ورځ حشر ترسره کېږي!

ba_admin
Sat, Aug 02 2025 11:25 AM
خبر

په دغه مناسبت  ۱۴۴۷ھ ق د صفرې مياشتې په پينځمه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د څارنې لاندې د خدمتو چارو عمومي مدير په سرپرستۍ د بلخ پوهنتون اداره او پاليسۍ عامه پوهنځي چاپېريال د بې کاره بوټو او خزلو څخه پاک شو.

بايد وويل شي، چې په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» له دغه کړنو څخه هدف يوازې او يوازې د بلخ پوهنتون سمسورتيا او د محصلانو د ښې زده کړې لپاره ارامه فضا جوړول دي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.