په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې په اساس د اميرالمومنين حفظه الله د فرمانونو د ښې څارنې او لوستنې په موخه، د نويو تدريسي چارو پيل وشو.

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې په اساس د امي رالمومن ين حفظه الله د فرمانونو د ښې څارنې او لوستنې په موخه، د نويو تدريسي چارو پيل وشو.
د بلخ پوهنتون رئيس شي خ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» د مراسمو په پيلزه وينا کې د ګډونوالو هرکلی وکړ او د هرکلي ترڅنګ يې مخاطبين دنيوي او اخروي مسووليتونو ته متوجه کړل.
دغه راز ښاغلي رئیس زياته کړه، چې، ژبني تعصبات بايد له منځه ولاړ شي،د امير اطاعت ته پوره پاملرنه وشي د فساد مخنيوي، د ځان، محصلينو او ټولنې اصلاح او د نبوی اخلاقو خپلولو لپاره بايد خپلې هڅی ګړندۍ کړو.
ورپسې د بلخ پوهنتون دعوت او ارش اد آمر مولوي ضيا الرحمن «عابد» د فرمانونو اړوند په نوې تدريسي کړنلارې رڼا واچوله او د تدريس لپاره يې د وختونو،ځايونو او کسانو په تعین خبرې وکړې.
بايد وويل شي چې د فرمانونو اړوند نوې تدريسي کړنلارې په ناسته کې د بلخ پوهنتون رئيس، مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو د شعباتو آمرينو او اداري او خدمتي کارکوونکو ګډون درلود.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.