علمي معاونیت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري عملیاتي پلان او راپور جوړونې په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ba_admin
Sun, Feb 08 2026 1:24 PM
خبر

نن يکشنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۰مه د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ القرآن والحديث محمد سيد «هاشمي» په لارښوونه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي او انکشافي زده کړو آمريت په همغږئ د بلخ پوهنتون مرستيالانو او رئیسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې په اړه درې ورځنی ورکشاپ د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پيل شو.

لومړی د بلخ پوهنتون بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج مولوي محب الله «هدايت» د ګډونوالو هرکلی وکړ او د ياد ورکشاپ پېژندګلوۍ او ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه يې د پوره ځيرتيا او ګډون هيله وکړه.

 

ورپسې پوهنيار زوبين خواجه «احمدي» د کاري او عملیاتي پلان جوړونې په اړه د لوړو زده کړو وزارت د قانون پلان او پالیسۍ رياست د فارمټ پر بنسټ ورکشاپ وړاندې کړ.

د ورکشاپ په دوام کې پوهنيار ضياء الله «عارفي» د پلان او راپور جوړونې په کړنلاره  رڼا واچوله؛ ترڅو يو جامع پلان او راپور ترتيب کړو.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت