په بلخ پوهنتون کې د پنځو امارتي پوهنتونونو ۱۶ خالي کادري بستونو لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شوه.
په دغو پوهنتونونو کې بلخ، بدخشان، بغلان، سمنګان او فاریاب پوهنتونونه شامل دي، چې د بېلابېلو علمي څانګو د تشو کادري بستونو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه اصولو او ټاکل شوې پروسې له مخې ازموینه ترسره شوه.
د یادو ۱۶ خالي کادري بستونو اړوند ۹ بېلابېل پوهنځي شامل وو، چې له بهرنۍ ژبې د ازموینې له پړاو څخه تر بریالي وتلو وروسته، څه باندې ۸۰ تنو نوماندانو په اختصاصي ازموینه کې ګډون وکړ.
د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدایت» د ازموینې له صحنې څخه د لیدنې پر مهال د ازموینې پر شفافیت، عدالت او مسلکي اصولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کادري بستونو لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو ټاکنه د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړوالي کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې بلخ پوهنتون هڅه کوي د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو په رڼا کې د ازموینو ټول پړاوونه په بشپړ شفافیت او منظم ډول ترسره کړي، څو حق حقدار ته ورسېږي.
همداراز، د لوړو زده کړو وزارت له لوري راغلي پلاوي د ازموینې له صحنې څخه د څارنې پر مهال وویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي د هېواد په تحصیلي برخو کې ظرفیت لرونکي، وړ او مسلکي کسان په علمي کادري دندو وګماري.
د يادونې وړ ده، چې د اختصاصي ازموینې له بشپړېدو وروسته به د ټاکل شوي طرزالعمل له مخې د نوماندانو پایلې وارزول شي او بریالي کسان به د اړوندو پوهنتونونو د اړتیاوو مطابق په علمي کادري بستونو کې جذب شي.
نېټه: دوشنبې ورځ
۱۴۰۵/۶/۱۶ لمريز
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت