د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال په مشرۍ اداري ناسته وسوه
د چهار شنبې په ورځ ۱۴۴۵/۵/۲۶ ه ق د مالي او اداري چارو په معاونیت کښي، دبلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د کارمندانو تر منځ اداري ناسته دائر سوه، چي پر مهال ئې، مالي او حسابي، منابع بشري، د عامه پوهاوي او آړيکو، د تدارکاتو، خدماتو آمرينو او اداري کارمندانو ګډون درلود.
په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پېل شوه؛ په پېل کي د اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته ئې د تېري اداري ناستي د تر سره سوو اجراءاتو د راپور د وړاندي کولو تر څنګ، د چارو د ښه تنظیم او همږغۍ، د اُصولو د تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت لپاره دَ تشکيل او اجناسو اړتياوو ګډو همکاریو په اړه غوښتنه وکړه د ځينو نورو اړينو موضوعاتو په اړه ئې لازمي سپارښتني وکړې.
ورپسې د آمريتونو مسئولانو هم هر يوه خپل په نوبت د خپلو اجراءاتو، راپورونو او پلانونو په اړه معلومات د مالي او اداري چارو د مرستيال او کارمندانو سره شريک کړل؛ د آمريتونو مسئولانو خپلي ستونزي هم د مالي او اداري چارو د مرستيال سره شريکي کړې، چي ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو.
وروسته دا اداري ناسته د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
د بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت.