د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د طب، ښوونې او روزنې له پوهنځيو له تدرسي بهير څخه ليدنه وکړه
پنجشنبې په ورځ د ١٤٤٥ ه ق کال د ذالقعدې دمياشتې ٢١ مه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني چې د استادانو د انسجام آمر پوهنمل حمیدالله عمر خیل ورسره ملتيا کوله د طب، ښوونې او روزنې له پوهنځيو له تدرسي بهير څخه ليدنه وکړه.
د استادانو حضور يې وارزاوه او د محصلانو ستونزې يې واوريدې او د ستونزې حل ډاډ يې ورکړ.
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.