د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د طب او تعليم تربيې پوهنځيو څخه ليدنه

ba_admin
Sun, Jul 07 2024 1:22 PM
خبر

د غبرګولي په ۱۴مه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د دغه پوهنتون د طب او تعليم تربيې پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، په دغه ليدنه کې ښاغلی رئيس د دواړو پوهنځيو په بېلا بېلو ډيپارټمنټونو وګرځېد، د هغوی ستونزې يې واورېدلې او د ستونزو د حل کولو ژمنې تر څنګ يې ترې هيله وکړه:« چې په صادقانه ډول د وطن خدمت وکړئ، محصلان د زده کړو په  ښه ګاڼه  سمبال کړئ؛ ځکه چې همدا ځوانان ددې هېواد راتلونکې تضمينوي. نو له همدې امله خپلې ټولې هڅې ددې نسل په ښه روزنه کې استعمال کړو ترڅو دښه راتلونکې شاهدان اوسو.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي

photo