د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې

ba_admin
Sun, Jul 27 2025 12:10 PM
خبر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین په انلاین بڼه پر لیکه وو، د هېواد تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

محترم شیخ صاحب په ټولنه کې د پوهنتونونو پر رول او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا پر موږ لوی اعتماد کړی او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا مسؤلیت یې راسپارلی، تر څو ترقي ورکړو».

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د پوهنتونونو مسؤلینو ته وویل چې موږ د خپلو ورځنیو چارو تر څنګ، په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو راوستولو مکلفیت لرو او د هېواد بنیادي پرمختګ را تر غاړې دی.

نوموړي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو ټينګار وکړ او د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو سره سم یې د پوهنتونونو مسؤلینو ته  سپارښتنه وکړه چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب  وڅاري او د هېواد بچیان د خپل دین، کلتور او ارزښتونو سره سم وروزي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي نهادونو مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.