بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

ba_admin
Mon, Aug 18 2025 11:06 AM
خبر

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او فارمسي پوهنځيو څخه ليدنه وکړه په ياده لیدنه کې ښاغلي هدایت د اداري او اکادمیکې پروسې ارزونه وکړه او د چارو د لا سمون په موخه یې د اړوندو پوهنځیو رئیسانو ته اړینې سپارښتنې وکړې .

ورپسې رئیس صاحبانو خپلې ستونزې له علمي مرستيال سره شريکې کړې ترڅو د حل لپاره يې اړين اقدامات ترسره شي.

چې د علمي مرستيال له خوا ورسره ژمنه وشوه چې د توان تر حده به هڅه کوي ترڅو ستونزې هوارې او دعلمي پرمختګ زمینه برابره شي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.