په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند مسوولينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه!

ba_admin
Wed, Oct 29 2025 12:02 PM
خبر

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په درېيمه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند مسوولينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، د دغه ناستې پيل د محصلانو د انسجام او خدمتونو چارو آمر قاري شير محمد «احمدي» له لوري د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان نبي زاده، د ناستې ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د مسوولينو په نبوي طريقه جوړ شوي سيرت او صورت خوښي وښوده.

 

ښاغلي مرستيال ګډونوالو ته وويل، چې د وخت پابندي وکړئ، له غير حاضرۍ ځان وساتئ او مراجعينو ته ښه خدمتونه وړاندې کړئ.

دغه راز ښاغلي مرستيال زياته کړه، ښه مدير هغه دی، چې د مراجعينو سره نېک اخلاق کوي او کارونه يې بې له ځنډه ور خلاصوي.

د ناستې په دوام کې د دغه معاونيت پورې اړوند د محصلانو د خدمتونو او انسجام چارو آمر قاري شير محمد «احمدي» او د محصلانو چارو آمر مولوي صدرالدين خپل مياشتني راپورونه له معاون او د دغه ناستې له ګډونوالو سره شريک کړل!

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.