په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د مالي کميټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!

ba_admin
Tue, Nov 25 2025 2:51 PM
خبر

دوشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ٣مه د بلخ پوهنتون مالي کمېټې د مالي چارو په اړه ناسته وکړه ياده ناسته د مالي او اداري چارو معاونيت په دفتر کې د معمول سره سم د قرانکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مولوي بخت محمد مومنیار د مالي کمېټې په ارزښت کړنلاره او داړتيا مطابق د نیازمندیو تائید په اړه خبري وکړې.

ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو سره سره د کميټې غړو د نیازمندیو تثبیت او عائداتي سرچینو په اړه خپل نظرونه شریک کړل ترڅو د اړتيا وړ توکي په نوي بودیجه کې وزارت ته وړانديز شي.

وروسته بیا د اړتياوو جدولونه د کمېټې غړو ته د تثبیت لپاره وړاندې شول.چې په ترڅ کې یې کمېټې پرېکړه وکړه چې تدارکاتي کمېټه به د پوهنځیو اړتياوې له نزدې وڅاري او د اروزونې وروسته دې تائيد لپاره  مالي کميټې ته وړاندې کړي.

 

بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.