د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال زون په کچه بلخ ولايت کې د تخصصاتو اړوند د امام ابو یوسف رحمه الله ديني جامعې فضلاوو ته سمينار داير شو!

ba_admin
Sat, Dec 06 2025 9:16 AM
خبر

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادی الثانی مياشتې په ۱۳ مه، د امام ابو یوسف رحمه الله دیني جامعې مسؤولينو په  غوښتنه د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون مسؤولينو له لوري ( د ساري نارغيو) په سرليک د شمال زون په کچه  بلخ ولايت کې د تخصصاتو اړوند د امام ابو یوسف رحمه الله ديني جامعې فضلاوو  ته علمي سمينار داير شو!

په دغه سمينار کې د بلخ پوهنتون تدريسي روغتون له لوري د سمينار ګډونوالو ته د ساري ناروغيو په ډولونو، رامنځته کیدونکو عواملو، پایلو او له دغې ناروغۍ څخه د ځان ژغورلو اړوند ارزښتناک علمي سيمينار ورکړل شو.

د دغه سمینار په وړاندې کولو سره د یادې جامعې فضلاوو خوښي وښوده  او د پوهنتون اړوند تدريسي روغتون له مسؤولينو يې مننه وکړه چې د جامعې سره همیشه همکاري کوي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت