په بلخ پوهنتون کې د پوهنتون کتابتون آمر له لوري د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځيو د کتابتونونو مدير صاحبانو ته د کتابتون اړوند سمينار ورکړل شو.

ba_admin
Wed, Jan 14 2026 10:03 AM
خبر

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۳مه د بلخ پوهنتون رئیس په لارښوونه د څېړنو او علمي مجلې معاونيت اړوند د کتابتون آمر انجنير مولوي سيد فريد «سادات» تر څار لاندې د بلخ پوهنتون اړوند کتابتونونو او لابراتوارونو مديرانو صاحبانو ته سيمينار وړاندې شو.

 ياد سيمينار چې د بلخ پوهنتون کتابتون آمر انجنير مولوي سيد فريد «سادات» له خوا وړاندې کېده، د سمينار په پيل کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ښه راغلاست ترڅنګ یې ګډونوالو ته د کتابتون په ارزښت، کتابونو په ساتنې، کوډ اېښودنې، ډيجيټالي کتابتون جوړونې، مسؤولیت او د محصلينو تشويق لپاره د کتاب لوستنې سياليو جوړولو په اړه ارزښتمن معلومات وړاندې کړل.

دغه راز ښاغلي آمر د ټولو پوهنځيو له مديرانو صاحبانو وغوښتل چې په خپلو پوهنځيو کې د پورته ذکر شويو چارو لپاره عملي کړنې ترسره کړي؛ ترڅو له يوې خوا خپل مسؤولیت اداء او له بلې خوا محصلانو ته د کتاب لوستنې سالمه فضا برابره کړي؛ تر څو محصلان وکولای شي د بريښنايي سرچينو څخه ګټه واخلي او خپل علم ته وده ورکړي.

د سمينار په پای کې د سمينار ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه د کتابتون له آمر سره د دې لپاره شريک کړل، چې د حل لپاره يې پر وخت اقدامات ترسره شي.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمریت.