بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت
چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیمالشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د څېړنو او علمي مجلې معاون، پوهنمل ډاکټر حمیدالله عمرخېل، د علمي آثارو د نشراتي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې لا هم د ځینو استادانو په تألیف او ژباړو کې تخنیکي او علمي نیمګړتیاوې موجودې دي، چې د علمي معیارونو د لوړوالي لپاره باید ورته جدي پاملرنه وشي.
د غونډې په دوام، د پوهندوی علمي رتبې لپاره د دوو استادانو علمي اثار وارزول شول. د ارزونې پر مهال د اصلاح او تکمیل لپاره لازمې لارښوونې او مشخص ټکي په ګوته شول، څو یاد اثار له ټاکل شویو علمي او نشراتي معیارونو سره سم عیار شي.
غونډه د شرعیاتو پوهنځي د استاد، پوهنوال نورمحمد ناج، په دعائیه سره پای ته ورسېده.