په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

ba_admin
Wed, Mar 25 2026 3:03 PM
خبر

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
دغه علمي مجله چې د بلخ پوهنتون څېړونو او علمي مجلې معاونيت له لوري د مالي او اداري چارو معاونیت ته د چاپ لپاره وړانديز شوې وه، د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت په هلو ځلو چاپ شوه.

 ياده علمي مجله چې د طبي علومو اړوند په ۸ بيلا بېلو مقالو  مشتمله  ده، د بلخ پوهنتون طب او فارمسي  پوهنځیو استادانو په کښې خپلې علمي څېړنې د طبي علومو  پراختیا، د ټولنې او محصلينو لپاره په علمي ډګر کې اسانتیا، څېړنو ترويج او د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل مطابق د ترفيع په موخه شريکې کړي دي.هيله ده چې د لوستونکو د خوښې وړ وګرځي او د علمي پرمختګ لپاره ترې ګټه پورته کړي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.