د بلخ پوهنتون يو شمېر مسوولينو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه!
چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۲ مه، د بلخ پوهنتون زراعت پوهنځي رئيس، د مالي او اداري او علمي چارو مرستيالانو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه.
په دغه انلاين ناسته کې د بلخ پوهنتون مسوولينو د ياد هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره په علمي هماهنګۍ بحث وکړ.
د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې د افغانستان سره په علمي ډګر کې زمونږ اړيکې پراخې شوې دي او هيله لرم چې همداسې لا پسې پراخې پاتې شي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت