دشمال زون په کچه د پوهنتونونو تر منځ دسيالۍ دوهمه لوبه !

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۲۱
خبر

سه شنبه د۱۴۴۵/۱۰/۲۹ ھ ق دشمال زون په کچه د پوهنتونونو تر منځ دسيالۍ دوهمه لوبه کې بلخ پوهنتون او سمنګان د لوړو زدکړو موسسې ټيم ميدان ته راووتل چې لوبه درې د يو په مقابل کې دبلخ پوهنتون په ګټه پای ته ورسېدله.

د دوهمې ورځې پس له غرمې په ۳ بجې دبلخ پوهنتون ټيم دويمه لوبه دسرپل ټيم سره چې ۳ په مقابل د صفر کې دبلخ پوهنتون په ګټه پای ته ورسیده.

وروسته بیا د ماذديګر په ۵ بجو د جوزجان او سمنګان ولایتونو تر منځ دويمې لوبې پيل شوې، په دغه لوبه کې  د جوزجان پوهنتون محصلان وتوانېدل چې خپل سيال

(سمنګان) ټيم ته ۳ دصفر په مقابل کې ماته ورکړه.

هېره دې نه وي چې سبا اته بجې به دبلخ پوهنتون دمحصلانو منتخب ټيم دجوزجان پوهنتون په مقابل کې دسيالۍ ډګر ته ښکته کيږي.

يادې سیالۍ دلوړو زده کړو وزارت لخوا دمحصلانو تر منځ د همغږۍ په موخه په لاره اچول شوې ترڅو له يوې خوا وړتياوې په ډاګه شي او دبلې خوا په راتلوونکې کې دنورو زونونو سره هم د همغږۍ لپاره سيالۍ ترسره شي.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۸:۵۶
Background image

د بلخ پوهنتون نوي علمي چارو مرستيال د همدغه پوهنتون يو شمېر، پوهنځيو او ادارو څخه ليدنه وکړه!

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفر المظفر مياشتې په ۲۲مه د بلخ علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د بلخ پوهنتون اقتصاد، زراعت او ساينس پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، په دغه ليدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار پوهنتون اداري چارو کارکونکو د يو علمي سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون اداري کارکوونکو سره د تجربو شريکولو په موخه لېدنه وکړه.

دغه علمي سير چې د کندهار پوهنتون د اداري چارو اړوند، آمرينو او مديرانو په کې ګډون درلود، د پنج شنبې په ورځ بلخ پوهنتون ته راورسېد او د بلخ پوهنتون د چاپېريال سره يې ځان بلد کړ.

د جمعې. . .

BACK TO NEWS