بلخ پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي چې مشري يې دَ تکنالوژۍ او معلوماتو رئیس احمد ضیاﺀجبارخيل کوله ليدنه وکړه

ba-edris
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
خبر

ياده ليدنه چې نن پنجشنبه د1402 /16/9 ه ش د مالي او اداري مرستیال په کاري دفتر کې چې علمي مرستيال حيات الله حقجو آمرينو او مديرانو شتون درلود لومړى اداري مرستیال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلي ووايه او ټکنالوژۍ په اړه يې بنيادي خبرې وکړې او په پوهنتون کې يې دلاسته راوړنو او ستونزو يادونه وکړه.

ورپسې د معلوماتو او تکنالوژۍ رئیس احمدضيا جبارخيل بلخ پوهنتون ته دراتګ موخه ګډونوالو ته واوروله او غوښتنه يې وکړه چې له اداري دفاترو څخه به ليدنه کوو تر څو دَ ټکنالوژۍ په برخه کې ستونزې نوټ او دحل په موخه يې اړين تدابیر ونیول شي.

 ورپسې يې شرعياتو،حقوقو، او ادبياتو پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې هرې شعبې دَ معلوماتو او ټکنالوژۍ اړوند خپلې ستونزې او وړاندیزونه ياد پلاوي ته وړاندې کړل چې دښاغلي جبارخېل له خوا ورته اړينې لارښوونې او سپارښتنې وکړې چې د ټکنالوژۍ په برخه کې مؤثرې واقع شي.

کتابتون او ټکنالوژي باید بېل شي، ډيجيټل کتابتون او دهغې لپاره وسايل باید ولرو، انترنت باید صحيح کنترول او مديريت شي، ميک اډرس بايد فعال شي، کمپاس چې چي د مرکز سره وصل نه وي باید وصل شي...او داسې نور.

 بلخ پوهنتون اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم)په نوم جريده خپره کړه!

دوشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۰مه د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم) په نوم جريده خپره کړه.
د دغه جريدې د لګولو په مراسمو کې د دغه پوهنځي استادانو، اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره اداري ناسته وکړه!

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۴مه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو او اداري کارکوونکو سره د اداري  چارو، په روڼتيا او چټکتيا په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۶
Background image

بلخ پوهنتون علمي مرستيال د يوشمير پوهنځيو څخه ليدنه وکړه.

يکشنبه د ١٤٤٧ ه ق کال  صفرالمظفر د میاشتې٢٢مه د بلخ پوهنتون علمي مرستيال الحاج حافظ پوهنمل محب الله هدایت د کانونو او چاپېريال انجنيرۍ، ژورنالیزم، اداره او عامه پاليسۍ،وترنری علومو، او. . .

BACK TO NEWS