بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د رامنځته شويو معافيتونو او اسانتياوو په اړه د عامه پوهاوي سيمينار ترسره شو.
سه شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د شعبان المعظم په لومړۍ نېټه بلخ پوهنتون کې د بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د رامنځته شويو معافيتونو او اسانتياوو په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی روزنيز سيمينار د قرآن کريم په مبارکو آيتونو سره پيل شو.
په سر کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القرآن والحديث محمد سيد هاشمي د سيمينار وړاندې کولو لپاره راغلي پلاوي ته هرکلی ووایه او د علم په ارزښت يې لنډې خبرې وکړې.
همدا راز د بلخ ولايت مستوفي الحاج مولوي غلام مصطفی مستعد د بيت المال ساتنه، د حلال کسب له لارې ځانته حلال رزق حاصلولو او د اسلامي نظام سره ژمنتيا په اړه ارزښتناکه وینا وکړه.
ورپسې د راغلي پلاوي څخه مولوي روزي محمد نيک مل د افغانستان مالياتي نظام په اړه ترتیب شوی سيمينار له ګډونوالو سره شریک کړ.
چې د مالياتو اخيستنې، عوايدو سيستمونو، د ماليه ورکوونکي حقوق او مکلفيتونه په اړه په کې هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.