بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د رامنځته شويو معافيتونو او اسانتياوو په اړه د عامه پوهاوي سيمينار ترسره شو.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۳:۵۹
خبر

سه شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د شعبان المعظم په لومړۍ نېټه بلخ پوهنتون کې د بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته د اسلامي امارت مشرتابه له خوا د رامنځته شويو معافيتونو او اسانتياوو په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی روزنيز سيمينار د قرآن کريم په مبارکو آيتونو سره پيل شو.
په سر کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القرآن والحديث محمد سيد هاشمي د سيمينار وړاندې کولو لپاره راغلي پلاوي ته هرکلی ووایه او د علم په ارزښت يې لنډې خبرې وکړې.
همدا راز د بلخ ولايت مستوفي الحاج مولوي غلام مصطفی مستعد د بيت المال ساتنه، د حلال کسب له لارې ځانته حلال رزق حاصلولو او د اسلامي نظام سره ژمنتيا په اړه ارزښتناکه وینا وکړه.
ورپسې د راغلي پلاوي څخه مولوي روزي محمد نيک مل د افغانستان مالياتي نظام په اړه ترتیب شوی سيمينار له ګډونوالو سره شریک کړ.
چې د مالياتو اخيستنې، عوايدو  سيستمونو، د ماليه ورکوونکي حقوق او مکلفيتونه په اړه په کې هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مديرانو سره د همغږۍ او ستونزو حل په موخه شورا جوړه شوه!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲ مه، په بلخ پوهنتون کې د عمومي کتابتون آمر انجنير مولوي سید فريد « سادات» په مشرۍ د فرعي کتابتونونو مدير صاحبانو سره د همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

د علمي معاونیت اړوند د مسلکي پراختیا آمريت له لوري د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو لپاره د کاري، عملیاتي پلان او راپور جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

نن سه شنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۲مه د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال په هڅو د مسلکي پراختیا آمريت په همغږئ د بلخ پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځیو رئیسانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS