په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق الميبن کتاب پايلې اعلان شوې.

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۲
خبر

سې شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق د جمادی الاول مياشتې په ۲۰مه، په بلخ پوهنتون کې د البرز علمي او کلتوري ادارې سره په ګډې همغږۍ د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمريتونو له لوري، د حق الميبن کتاب اخيستل شوې ازموينې پايلې اعلان شوې. د پايلو د اعلان لپاره د بلخ پوهنتون اداره او پاليسۍ عامه پوهنځي د غونډو په لوی تالار کې مراسم نيول شوي و، چې پيل يې د قران مجيد په تلاوت سره وشو.

 

د مراسمو په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» د ګډونوالو د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:« د محصلانو لپاره دغه ډول سیالۍ پر لاره اچول د محصلانو د ذهني ودې لپاره ډېرې ګټورې دي.

دغه راز ښاغلي رئیس زياته کړه، چې محصلان د ټولنې هيلې دي، محصلان دې مطالعې ته وخت ورکړي؛ تر څو ابتکاري خلک ترې جوړ شي او د وطن په ابادۍ کې خپله انرژي وکاروي.

ورپسې د البرز علمي او کلتوري ادارې او د بلخ پوهنتون محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمرينو له لوري د جايزو لړۍ پيل شوه، چې اولنمره ته په کې کمپیوټر، دويم نمره ته بايسکل او درېيم نمره ته موبايل په جايزه کې ورکړل شول.

 

د مراسمو په پای شېبو کې، د البرز علمي او کلتوري ادارې له لوري د بلخ پوهنتون محصلانو د انسجام او دعوت ارشاد آمرين، چې په بلخ پوهنتون کې له دغه ادارې سره پوره همکاري کوي، هم په يو- يو ستاينليک ونازول شول.

 

بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د همدغه ادارې له لوري د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو محصلانو څخه په حق المبين کتاب کې له ۱۰۰۰ تنو څخه ازموينه اخيستل شوې وه، چې نن  يې رسماً پايلې اعلان شوې او ګټيالي اشخاص يې په جايزو ونازول شول.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

ورکشاپ توضیح لایحه امتحانات برای استادان پوهنحٔی ساینس برگزار شد.

در ادامه برنامه‌های ارتقای ظرفیت علمی اعضای کادر علمی پوهنحٔی ساینس، ورکشاپ تحت عنوان «توضیح لایحه امتحانات» به روز دوشنبه مورخ ۱۸/۳/۱۴۰۵ هـ.ش در تالار کتابخانه پوهنحٔی ساینس برگزار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۳۸
Background image

تطبیقات تعلیمی محصلان صنف سوم دیپارتمنت انجنیری پطرولیم پوهنځی انجنیری معادن و محیط زیست پوهنتون بلخ.

سير علمي مذکور به هماهنگی معاونیت امور محصلان و همکاری معاونیت امور مالی و اداری تحت  سرپرستی ریاست پوهنځی مذکور ترتیب گردیده بود.
در جریان این برنامه، محصلان از ساحات گازی خواجه‌گوگردک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۳۵
Background image

سفر علمی یک‌روزه محصلین پوهنځی انجنیری معادن به معدن ذغال سنگ،کرکر و دوکش ولایت بغلان.

به منظور تقویت آموزش‌های عملی و آشنایی محصلین با فعالیت‌های استخراجی معادن، سفر علمی یک‌روزه محصلین صنف چهارم دیپارتمنت انجنیری معدن، پوهنځی انجنیری معادن و محیط زیست پوهنتون بلخ، به. . .

BACK TO NEWS