د بلخ پوهنتون نوي علمي چارو مرستيال د همدغه پوهنتون يو شمېر، پوهنځيو او ادارو څخه ليدنه وکړه!

ba_admin
Sun, Aug 17 2025 8:56 AM
خبر

شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفر المظفر مياشتې په ۲۲مه د بلخ علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» د بلخ پوهنتون اقتصاد، زراعت او ساينس پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، په دغه ليدنه کې ښاغلي مرستيال د نوموړو پوهنځيو اداري او تدريسي بهير له نږدې وڅاره او له مسوولينو يې وغوښتل چې په رښتيني ډول د محصلانو په روزنه کې انرژي مصرف کړي.

دغه راز ښاغلي «هدايت» په دغه ليدنه کې د پوهنځيو او محصلانو ستونزې هم واورېدلې او د حل ډاډ يې ورکړ.

د يادولو وړ ده، چې ښاغلي مرستيال تېرې پنج شنبې په ورځ د بلخ پوهنتون شرعياتو پوهنځي له تدريسي بهير څخه هم ليدنه کړې وه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.