د بلخ پوهنتون له منسوبینو سره د نوی رئيس لارښوونیزه ناسته

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۱۴
خبر

شنبه ورځ د وږي مياشتې په وروستۍ نېټه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي د بلخ پوهنتون ټول استادان، رئيسان، د پوهنتون معاونين او اداري کارکوونکي او آمران د خپلې ارزښتمندې وينا لپاره د ياد پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې راغونډ کړي وو.

ياده غونډه د بلخ پوهنتون د دعوت ارشاد آمر خوږ ژبي شخص قاري صيب ضياء الرحمن عابد د قران عظيم الشان په خوږ تلاوت سره پيل شوه.

د دغه غونډې پيلزه وينا د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو وکړه، چې پکې د ګډونوالو ښه هر کلی وشو.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي په خپلو خبرو کې د نظام د بقا لپاره غوره څرګندونې وکړې او ويې ويل:« الحمدلله د پوهنتون ټول مسووله اشخاص د فتحې په راتګ سره، پر نبوي سنتو برابر شوي دي، اوس وخت د دې دی، چې د هېواد د بجو اذاهان په اسلامي روحيه وروزل شي، هغه زياته کړه، چې شخصيت جوړونه پر علم کېږي، مونږ او تاسې ته ضرور دي، چې ديني او عصري علوم دواړه حاصل کړو، د انسان د ظاهري صورت نه بايد زيات کار په باطن وشي، ځکه چې رب العزت فيصلې د زړونو په نيت کوي، نوموړي د دې څرګندونو سربېره د پوهنتون د چاپېريال پورې تړلي ټول اشخاصو ته دنده ورکړه چې خپل مسووليتونه په ښه ډول وپېژني او ادا يې کړي، ځکه چې مسووليت يو امانت دی، په امانت کې بايد خيانت ونه شي»

د دغې غونډې د خاتمې دعا د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس مولوي عبدالحکيم صالحي له لوري وشوه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پوهنتون کتابتون آمر له لوري د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو بېلابېلو پوهنځيو د کتابتونونو مدير صاحبانو ته د کتابتون اړوند سمينار ورکړل شو.

سې شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۳مه د بلخ پوهنتون رئیس په لارښوونه د څېړنو او علمي مجلې معاونيت اړوند د کتابتون آمر انجنير مولوي سيد فريد «سادات» تر څار لاندې د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې نويو ګمارل شويو استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري ترتيب شوی درې ورځنی علمي سمينار د تصديق پاڼو په ويش سره پای ته ورسېد.

نن سې شنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۳مه، په بلخ پوهنتون کې نويو ګمارل شويو استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري ترتيب شوی درې ورځنی علمي سمينار د تصديق پاڼو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې «نامزد پوهنيار» استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري په (يوولس ګونو معيارونو) سرليک درې ورځنی سمينار پيل شو.

نن يکشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۱مه، په بلخ پوهنتون کې «نامزد پوهنيار» استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري په (يوولس ګونو معيارونو) سرليک درې ورځنی سمينار پيل. . .

BACK TO NEWS