د ساينس پوهنځی

د ساينس پوهنځي تاريخچه

د ساينس پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کال د بلخ پوهنتون په تشکيلاتي چوکاټ کې رسمن تاسيس او پرانيستل شو. د ساينس پوهنځی يو له علمي، روزنيزو، ښوونيزو او اکاډميکو ځايونو څخه دی، چې څلور واړه ډيپارټمنټونه یې فارغان ورکړي دي. ددې پوهنځي تحصيلي نصاب د لوړو زده کړو د وزارت او د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د درسي نصاب اړوند برابر شوی، چې د تخصص او نړيوالو معيارونو په حد کې غوره شوی دی.

د دې پوهنځي درسي سېستم د کريډيټ په سيستم برابر شوی، کله چې محصلان يې د اتم سمستر پای ته ورسوي؛ نو د (۱۴۵- ۱۵۵) کريډيټ په درلودلو سره د لېسانس (Bachelor of Science – B.Sc) په سویه له دې پوهنځي څخه فارغېږي.

علمي کادر غړي

د ساينس پوهنځی د ۱۱ علمي کادر غړو، يو لابرانټ او يو تدريسي مدير درلودونکی دی، چې د علمي رتبو له نظره يو پوهندوی، ۳ پوهنيار او ۷ پوهيالي او همدارنګه د تحصيلي درجې له نظره ۳ ماسټران، ۳ لېسانس او ۵ تنه نور يې د ماسټرۍ په درسونو بوخت دي.

د ساينس پوهنځی په درې دورو فراغت کې يې له ۱۳۹۶ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۸ لمریز پورې په ترتيب سره ۱۷۳، ۲۰۴ او ۱۷۶ تنه چې ټول يې ۵۵۳ تنه کېږي، ټولنې ته په دې برخه سمبال وړاندې کړي دي. اوسمهال د ۷۲۶ تنو په شمېر کې نور محصلان په دې پوهنځي کې په خپلو درسونو بوخت دي.

ډيپارټمنټونه

- د رياضي ډيپارټمنټ

۲- د فزیک ډيپارټمنټ

۳- د کيميا ډيپارټمنټ

۴- د بيولوژۍ ډيپارټمنټ

د ساينس پوهنځي پورته ياد شوي ډيپارټمنټونه د منظم پلان په پرمخ بيولو سره په بېلابېلو برخو کې د علمي معيارونو په پام کې نيولو، د لایحو او مقرراتو په تطبيق او د لوړو زده کړو وزارت له پاليسۍ سره سم دغه پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د بلخ پوهنتون په تشکلیلاتي چوکاټ کې تاسيس شو. د کيميا ډيپارټمنټ په درې دورو کې له ۱۳۹۶ لمريز څخه تر ۱۳۹۸ لمریز پورې په ترتيب سره ۴۲، ۶۰ او ۴۷ تنه محصلان چې ټول ۱۴۹ تنه کېږي، ټولنې ته وړاندې کړي دي.