د اقتصاد پوهنځی

د اقتصاد پوهنځي تاريخچه

د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د وخت د حکومت د کړنلارې او پلان پر اساس، د بلخ په ولایت کې د عالي او مسلکي کادرونو د روزلو په موخه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. د دې پوهنځي تدريس د پوهنځي او نور دولتي موسسو د همکارو استادانو له خوا پر مخ وړل کېده. د دې پوهنځي په پیل کې لاندې څلور ډيپارټمنټونه د هېواد د کادرونو په روزنه بوخت ول:

۱- د ملي اقتصاد د پلان ګزارۍ ډيپارټمنټ

۲- د تصدۍ اقتصاد ډيپارټمنټ

۳- د ادارې او تجارت ډيپارټمنټ

۴- د مالي او پولي چارو ډيپارټمنټ

د اقتصاد پوهنځي په ۱۳۷۰ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره ۲۴ تنه مسلکي کاردونه د لېسانس په درجه فارغان ورکړل. په اويايمه لمريزې لسيزه کې دې پوهنځي ډېرې لوړې ـ ژورې تجربه کړې. د داخلي جګړو په جريان کې ډېری علمي کادرونه له هېواده وتښتېدل، د استادانو د معاشونو کمی او لوړو زده کړو ته د ځوانانو شا کول ددې پوهنځي په علمي چارو او فعاليتونو کې بله تر ټولو لویه ضربه وه؛ خو له نېکه مرغه په همدې حالت کې هم ددې پوهنځي درسي بهير په ټپه و نه درېد!

د اقتصاد پوهنځي په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د المان هېواد د بوخوم رور له پوهنتون سره د توامیتونو پروګرام رامنځته کړ، چې د همدې تواميتونو پر بنسټ ددې پوهنځي لس تنه استادان د خپلو علمي ظرفيتونو د لوړولو لپاره نوموړي هېواد ته لاړل. د رور بوخوم پوهنتون د استادانو په روزنه سربېره، د هېواد د لوړو زده کړو له وزارت سره په دواړو ملي ژبو (پښتو او دری) د کتابونو په چاپولو او ژباړلو متعهد پاتې شوی. ددې تر څنګ له دې پوهنځي سره د استادانو او محصلانو د ښې ګټنې لپاره د یو الکترونيکي کتابتون جوړول هم د رور بوخوم پوهنتون يو له لویو مرستو څخه يادولی شو.

د اقتصاد پوهنځي خپل درسي سېستم د نړيوال او معياري کريډيټ سېستم پر بنسټ باندې جوړ کړی دی او اوسني نصاب ته په کتو ۱۴۶ کريډيټه د لېسانس په دوره کې تر تدريس لاندې نیسي.

د اقتصاد پوهنځي د لوړو زده کړو له وزارت څخه د (مالي او حسابدارۍ چارو) څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره قانوني حکم واخیست، چې د پوهنتونو د ملاتړ پروګرام او د امريکا د متحده ایالاتو د تاتردم پوهنتون په مالي او تخنيکي مرسته پر مخ وړل کېږي.

اوس مهال د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځی د لاندې څلورو ډيپارټمنټونو درلودونکی دی:

۱- د ملي اقتصاد ډيپارټمنټ

۲- د مالي او پولي چارو ډيپارټمنټ

۳- د تشبثاتو د ادرې او مديریت ډيپارټمنټ

۴- د ايکونومترۍ او احصائيې ډيپارټمنټ

د اقتصاد پوهنځی په ۲۹ دورو کې د ۲۹۳۲ تنو محصلانو د فراغت ویاړ لري. اوس مهال ددې پوهنځي د محصلانو شمېر ۱۷۴۱ تنو(۱۲۵۳ تنه هلکان او ۴۸۸ تنه نجونې) ته رسېږي. همدرانګه دشپې پروګرام کې ۳۳۷ تنه (۳۰۶ تنه هلکان او ۳۱ تنه نجونې) محصلان شته دي. د ماسټرۍ پروګرام په ټوله کې ۹۰ محصلان لري، چې له دوی ۳۰ تنه په لومړۍ دوره کې فارغ شول او ۳۰ تنه یې په دویمه دوره کې په درس بوخت دي، چې د خپلو پای لیکونو(تېزسونو) د دفاع پړاو مخ ته وړي. او ۳۰ تنه نور په درېیمه دوره کې په خپلو زده کړو بوخت دي. همدارنګه د کميونټي کالج پروګرام کط ۲۰ تنه شامل ول، چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې فارغ شول.

د اقتصاد پوهنځی ټول ۲۱ تنه علمي کادرونه لري، چې له دوی څخه دوه تنه ښځينه دي. ددې پوهنځي د علمي کادر غړي په ترتيب سره یو تن ډاکتر، ۱۹ تنه ماسټران او يو لېسانس دی.