لید لوری او ماموریت
د بلخ پوهنتون ماموریت
پ بلخ پوهنتون د متخصصو او مسلکي محصلانو په روزلو کې د هېواد ارزښتونو ته په کتو سره چې د اکاډميک کادري او مجربو علمي کسانو له خوا رهبري کيږي فعاله او مسؤولانه ونډه لري.
بلخ پوهنتون دڅېړنو د کیفیت لوړوالي ته چې د افغانستان په پرمختګ کې مرسته کوي دټولنې او اړمنو خلکو لپاره د ښو خدمتونو جوګه ګرځي ځان مکلف او ژمن ګڼي.
د بلخ پوهنتون لرلید
په بلخ پوهنتون د باکيفيته ښوونیز نظام د پراختیا پیاوړتيا او تطبيق لپاره د ملي او نړۍ والو ارزښتونو پر بنسټ، چې د ټولنې د اړتياوو ځواب ویوونکي وي، د مالي خپلواکۍ په درلودلو سره مسلکي پياوړي کادرونه روزلي دي، له همدې لارې د ملي پراختيا د اقتصادي، ټولنيزو فرهنگي، علمي او تدريسي څېړنو په برخه کې د ملي او نړۍ والو منل شويو معیارونو مطابق ارزښتمند خدمتونه وړاندې کړي..