د کرنې پوهنځی

د کرنې پوهنځي تاريخچه

د کرنې پوهنځی د بلخ پوهنتون د يو دویمې واحد په توګه په ۱۳۶۷ لمريز کال تاسيس شوی دی. په دې پوهنځي کې د ۷۲۷ تنو محصلانو په شمېر کې د هېواد د بېلابېلو برخو څخه په زده کړه بوخت دي، چې ۲۵ سلنه يې نجونې او پاتې ۷۵ سلنه يې هلکان جوړوي. دغه محصلان د ۳۵ تنو استادانو په واسطه، چې د ډاکتر، ماسټر او کم شمېر يې لېانس دي، تدريسېږي. دغه پوهنځی له تاسيس څخه تر ننه پورې د ۲۰۵۰تنو(۲۴۷ تنه ښځينه او ۲۲۷۶ تنه نارينه) په شمېر کې محصلان ددې مسلک له بېلابېلو برخو څخه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

ډيپارټمنټونه

۱- د اګرانومۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۶۶ لمريز کال کې د کرنې له پوهنځي سره په يو وخت کې د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې په فعاليت پیل وکړ. اوس مهال د ۱۳۶ تنو په شمېر کې د محصلانو درلودونکی دی، چې د فارغانو شمېر يې ۹۷۸ تنو ته رسېږي. دغه ډيپارټمنټ د ۹ تنو استادانو (۷ تنه نارينه او ۲ تنه ښځينه) په درلودلو سره، چې د تحصيل درجې يې ډاکتر، ماسټر او لېسانس دي، د تدريس چارې مخ ته وړي.

۲- د کرنيز اقتصاد او توسعې ډيپارټمنټ په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د پوهندوی محمد عارف شمسي په سرپرستۍ تاسيس شو او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۷ لمریز کال يوه دوره فارغانو خپل د فراغت سندونه له ياد ډيپارټمنټ څخه تر لاسه کړل. له بده مرغه داخلي او تحميلي جګړې، چې د طالبانو له خوا په دې هېواد کې روانې وې او د ژوند په هره برخه يې منفي اغېز ښندلې وه، دغه ډيپارټمنټ د نباتي علومو ډيپارټمنټ سره مدغم شو. له ښه مرغه چې د نوي دولت په جوړېدو او په ۱۳۹۳ لمريز کال کې يو ځل بيا دغه ډيپارټمنټ د استادانو د هڅو او د پوهنتون د رهبرۍ په زيار په جلا توګه په خپله برخه کې په فعاليت پیل وکړ.

۳- د ځنګلونو او بڼوالۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۸۱ لمریز کال د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې تاسيس شو. اوس مهال د ۱۳۶ تنه محصلان لري. د فارغانو شمېر يې ۷۲۸ تنو ته رسېږي، چې ۶۸۵ تنه يې نارينه او ۴۳ تنه یې ښځينه برخه ده.

۴- د اوبو لګونې او خاوره پېژندنې ډيپارټمنټ په ۱۳۹۲ لمریز کال د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې تاسيس شو. اوس مهال ۱۲۷ تنه محصلان لري. ددې ډيپارټمنټ د فارغانو شمېر ۱۲۱ تنو ته رسېږي، چې ۸۸ تنه یې نارينه او ۳۳ تنه یې ښځينه برخه جوړوي.

۵- د کرنې سوداګرۍ مديريت ډيپارټمنټ په ۱۳۹۷ لمريز کال جوړ شو او اوس مهال د ۹۶ تنو په شمېر کې محصلان لري، چې تر اوسه يې کومه د فراغت دوره نه ده ورکړې.