د ادبیاتو پوهنځی

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تاريخچه

د ژبو او ادبياتو پوهنځی په ۱۳۶۶ لمریز د حوت په مياشت کې، د بلخ پوهنتون په تاسيسېدو سره سم رامنځته شو او په ۱۳۶۷ لمریز د دری ژبې او ادبياتو د ډيپارټمنټ په جوړېدو سره يې عملاً پر خپل علمي او تدريسي فعاليت باندې پیل وکړ.

په ۱۳۶۹ لمريز کال کې د (تاریخ) او (انګليسي) ډيپارټمنټونه د دغه پوهنځي په چوکاټ کې ورزیات شول او د پوهنځي نوم هم (د تاریخ او ادبياتو پوهنځی) کېښودل شو. همدارنګه په ۱۳۷۲ لمريز کال کې د (ازبيکي ژبې او ادبیات) او (ژورنالېزم) ډيپارټمنټونه د مينه والو په غوښتنه او د ادارې په لزوم ديد رامنځته شول او هم د ښوونې او روزنې ( د پيداګوژۍ او ارواپوهنې مضمونونه) ډيپارټمنټ د دې پوهنځي په تشکيلاتو کې زيات شو، چې د پوهنځي نوم (د انساني علومو او ادبياتو پوهنځی) کېښودل شو.

د ځوانانو د علاقې او غوښتنې پر بنسټ په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د دری او انګليسي ژبو او ادبياتو پوهنځيو لپاره دشپې پروګرام هم په فعاليت پیل وکړ. په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د مخکيني ولسمشر د حکم پر بنسټ د پښتو ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ هم رامنځته شو. همدارنګه په ۱۳۹۱ لمريز کال د (ښکلیو هنرونو) او (لرغون پېژندنې) ډيپارټمنټونو منظورۍ د لوړو زده کړو وزارت له خوا صادر شول. په همدې کال د بلخ پوهنتون د پرمختيايي پروګرامونو پر اساس د ژورنالېزم او تاريخ ډيپارټمنټونه د پوهنځي په سطحه لوړ شول او د ادبياتو له لمنې جلا شول. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د (عربي) ډيپارټمنټ جوړ شو. همدارنګه د پوهنځي د ریاست د پرمختيایي پروګرامونو پر بنسټ په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د دې پوهنځي په چوکاټ کې د دری ډيپارټمنټ لپاره د ماسټرۍ پروګرام رامنځته شو او په ۱۳۹۲ لمريز کال کې يې عملاً په فعاليت پیل وکړ.

اوس مهال د ژبو او ادبياتو پوهنځی لاندې پنځه ډيپارټمنټونه لري:

۱- د دری ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ

۲- د انګليسي ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ

۳- د پښتو ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ

۴- د ازبيکي ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ

۵- د عربي ژبې او ادبياتو ډيپارټمنټ