د طب پوهنځي

د طب پوهنځي تاريخچه

د بلخ پوهنتون طب پوهنځی د ۱۳۶۶ لمريز کال د کب مياشتې په ۲۶ د مزارشريف په ښار کې د وخت د صدراعظم ډاکتر سلطان علي په واسطه د يو لړ ستونزو په درلودلو سره، لکه د تدريسي تعمير، درسي ټولګيو، لابراتوارونو، درسي موادو په نه شتون او له ټولو مهمه دا چې د علمي کادر غړو له کمبود سره يې د لومړي ځل لپاره د ۴۵ محصلانو، ۱۱ استادانو، تدريسي او اداري کارکوونکو د ارواښاد ډاکتر علي يوسفپور تر رياست لاندې په فعاليت پیل وکړ.

په هغه وخت کې د مزارشريف د ښار ملکي روغتون يوازې دوه تر درې اطاقونه د لکچر او کلينيکي درسونو ټولګيو په توګه د طب پوهنځي ته په اختيار کې ورکړل شوي وو. همدارنګه ددې پوهنځي د تدريسي استادانو دنده د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کادري استادانو پر مخ بيوله، چې په خدمتي ډول يې په هره اوونۍ يا هره میاشت کې د عملي او نظري درسونو لپاره رابلل کېدل.

د پوهنځي له ریاست نه نيولې تر محصلانو او کارکوونکو پورې، د ټولو په ټوليزه او اختياري کارونو او هلو ځلو په پایله کې دا اوسنی تعمير چې اساساً د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند ګڼل کېږي او په هغو کلونو کې تازه د محصلانو د ليليې لپاره جوړ شوی و، د طب پوهنځي تدريسي ماحول په خدمت کې ورکړل شو.

ددې پوهنځي له معالجوي طب برخې څخه د لومړۍ دورې په بريالۍ توګه فارغېدو او ټولنې ته د مسلکي او تکړه ډاکترانو په وړاندې کولو سره يې د هېواد په سطحه خپل علمي او اکاډميک ځای خپل کړ او ورځ په ورځ دغه باور د لوړېدو پر لور باندې بيايي.

د يادولو وړ ده، چې ددې پوهنځي د رهبري غړو، استادانو او کارکوونکو هڅې او هلې ـ ځلې له درې لسيزو زيات د ستاينې او تقدير وړ دي، لکه څنګه چې دغه تحصيلي بنسټ د خپل اکاډميک ژوند په مختلفو مرحلو کې د خپلې غنامندۍ لپاره د علمي او تخصصي کادر په پوره کولو تر ډېره فعال پاتې شوی دی.

که څه هم تر اوسه د ټولګيو، لابراتوارونو او کادري روغتون له پلوه يو سټندرد او معياري مکان د محصلانو د علمي درسونو لپاره نه لري، عملي او ستاژ درسونه د بلخ ولايت په سيمه ييز روغتون کې پر مخ بيايي؛ خو په دې سره يې هم دومره کړي دي، چې ۲۷ دورې فارغان د معالجوي طب په برخه کې د هېواد طبي ماحول ته وړاندې کړي.

د بلخ پوهنتون د طب پوهنځی چې په لومړيو کلونو کې د علمي کادر په درلودلو کې د ډېرې ټيټې درجې درلودونکی و، د استادانو د هڅو په نتيجه کې د دې پوهنځي علمي رتبې له پوهنيار څخه پوهاند ته او د ماسټرۍ او دکتورا درجو ته ورسېدل. او له ښه مرغه چې ددې استادانو ډېری شمېر تاليفات د تدريس په پروسه کې د محصلانو لاس ته ورکړل شوي دي.

د دې پوهنځي له استادانو څخه يو تن (۱) پوهاند، (۶) تنه پوهنوال، (۱۰) تنه پوهندوی، (۱۳) تنه پوهنمل او (۲۳) تنه پوهنياران دي، چې ټول د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي له وياړونو څخه ګڼل کېږي. چې له دوی څخه ۳۳ تنه MD، ۳۳ تنه ماسټران او يو تن دکتورا ته رسېدلی دی.

همدارنګه په دې اخرو کلونو کې د کادرونو ظرفيت لوړونې لپاره له تحصيلي بورسونو څخه د دکتورا، ماسټرۍ او اوږدمهاله سکالرشیپونو په پار بېلابېلو هېوادونو سره اجرا شوي او درانه استادان ددې موقع په استفادې په بېلابېلو برخو کې د ښو علمي او عملي تجربو اخيستونکي شول، چې د محصلانو خدمت ته په بيا ځلي تازه شول.

له بده مرغه د بلخ پوهنتون طب پوهنځي د خپل اکاډميک ژوند په اوږدو کې د يو لړ ستونزو او بدو تغيراتو زغمونکی هم پاتې شوی، لکه څرنګه چې په اويايمه لمريزه لسيزه کې د درې کلونو لپاره يو ژور اکاډميک پرشاتګ سره مخ شو، چې د نوي نظام په راتلو سره يو ځل بيا يې وکړای شول، خپل علمي او اکاډميک اعتبار په خپل ولس او ټولنه کې پیدا کړي.

د طب پوهنځي د تدريسي تعمير په نه درلودلو سره، بيا هم د رهبري هيات او استادنو په ډېرو هڅو په دې اخرو کې د تعمير د جوړولو کارونه، يو شمېر لابراتوارونه، د محصلانو د عملي درسونو او د پوهنځي د سرسبزۍ لپاره د استادانو په مرستو پر مخ يوړل شول. همدارنګه د دې پوهنځي کتابتون د (۱۰۰۰۰) ټوکو څخه زيات کتابونه او ښوونيز امکانات خپلو محصلانو ته د خدمت په پار برابر کړي دي.