په بلخ پوهنتون کې د شپاړس ګونو پوهنځیو د محصلانو د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې!

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۳۴
خبر

شنبه د روان (۱۴۴۶) ه ق کال د محرم الحرام د میاشتې په(۲۱)مه په بلخ پوهنتون کې د محصلانو د پسرلني سمستر ازموینې پیل شوې.
د دغه ازموينو د څار په موخه د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شریف عثماني د  معادن انجنيرۍ پوهنځي د ازموينې صحنې و ارزولې او له استادانو څخه يې د عدالت پلي کولو لپاره د روڼتیا غوښتنه وکړه.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال محمد شریف آمين، چې د ازموینو له صحنو څخه یې لېدنه کوله، استادان دې ته وهڅول، چې تر ممکنه حده پورې د محصلانو په ازموینو کې له شفافیت څخه کار واخلي؛ تر څو هر محصل د خپلې وړتیا پر اساس ازموینه ورکړي او ورکړل شویو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

ښاغلي امين همداراز محصلان هم غوره مطالعې ته وهڅول؛ تر څو پر خپلو مټو وکولای شي، خپلو هغه هیلو ته ځان ورسوي، چې دوی ورته په تمه دي.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم نن شنبه د محرم الحرام میاشتې په (۲۱ )مه د هېواد په يخو سيمو پوهنتونونو کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې دي.

 بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۱۷ م شمېرې فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنوي په سرليک دی، د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رمضان مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ پوهنتون کې ياد فرمان د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

BACK TO NEWS