په بلخ پوهنتون کې د کار کوونکو چارو آمريت له لوري، اداري کارکوونکو ته د کاري پلان او راپور ليکلو په سرليک دوه ورځنی سمينار دائر شو!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۴
خبر

نن سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په څلورمه، بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» په لارښوونه د کار کوونکو چارو آمريت اړوند د ظرفيت لوړونې عمومي مديريت له لوري، اداري کارکوونکو ته د کاري پلان او راپور ليکلو په سرليک دوه ورځنی سیمنار دائر شو.

د دغه سمينار په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون کار کوونکو چارو آمر مولوي عبدالصبور «فرید» د سمينار ټولو ګډونوالو هرکلی وکړ او د هرکلي ترڅنګ يې وويل، چې د کاري پلان او راپور ليکلو په سرليک ترتيب شوي له دې سمينار څخه زمونږ هدف په کاري پلان او راپور ليکلو کې ستاسې ستونزې هوارول دي.
دغه راز ښاغلي آمر له ګډونوالو هيله وکړه، چې ياد سمينار په غور سره وڅاري او د نه پوهېدو په صورت کې دې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.

ورپسې د بلخ پوهنتون اداره او پاليسۍ عامه پوهنځي، عامه ادارې څانګې استاد نامزد پوهنيار نورالله «اُمی» د سمينار په تشريح کولو پيل وکړ، دغه سمينار چې په دوو برخو کاري پلان او راپور ليکلو څرخېده، د نوموړي استاد له لوري يې نن يوازې په کاري پلان عملي کار وشو.

بايد وويل شي، چې په بلخ پوهنتون کې د نوموړي سمينار نن لومړۍ ورځ وه، چې پکې د کاري پلان اړوند په ګڼ شمېر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو، سبا چهارشنبه به د دغه سمينار ورستۍ ورځ وي او په پاتې نورو موضوعاتو به پکې بحث کېږي لخيره.
د يادونې وړ ده، لکه څرنګه چې دغه سمينار د قران عظيم الشان په مبارک کلام پيل شوی و، د خير په دعا سره پای ته ورسېد.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS