په بلخ پوهنتون کې د کار کوونکو چارو آمريت لوري اداري کار کوونکو ته د کاري پلان او راپور په سرليک په لاره اچول شوی دوه ورځنی سمينار د تصديق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.
نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۵ مه، بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» په لارښونه د کار کوونکو چارو آمريت له لوري د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته په ياد سرليک جوړ شوی دوه ورځنی سیمنار د تصديق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.
په دغه سمينار کې نن د بلخ پوهنتون اداره او پاليسۍ عامه پوهنځي استاد نامزد پوهنيار نورالله «اُمی» له لوري په، مياشتني، فصليز، کلني او د راپور اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو د سمينار ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
د سمينار په پای کې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوالو ته لارښوونيزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ښه مديريت لپاره دوه شيان اړين دي، ژمنتیا او مسلکيتوب؛ نو په همدغه اساس باید خپلو دندو ته ځير شو، مادياتو ته زیات ارزښت ورنکړو؛ ترڅو مو چارې په پوره ايماندارۍ سره پرمخ ولاړې شي.
همداراز د سيمينار ګډونوالو د ورته سمينارونو جوړولو په اړه خوښي څرګنده کړه او دا يې د کارکونکو مسلکي روزنې لپاره اړين ګام وباله.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت
