ديونس همره دهمغږۍ انستیتوت سره دوستانه ليدنه.

ba-edris
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۸
خبر

يکشنبه د1445/7/2ه ق د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف ابوعاصم عثماني په خپل کاري دفتر کې د کابل يونس همره د همغږۍ انستیتوت له رئیس ښاغلي حسين ګونګور او ورسره مل پلاوي سره دوستانه ليدنه وکړه.

ياده ليدنه کې ښاغلي ابوعاصم عثماني بلخ پوهنتون ته د راغلي پلاوي هرکلى او ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزه توګه دَ همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکې کې دَ يو والي او ورورګلوۍ په فضا کې چارې په بريا سره سرته ورسيږي او دوستي مو لا پياوړې شي.

ورپسې د ياد بنسټه رئیس بلخ پوهنتون ته د راتګ موخه دوه اړخیزه اړيکو پالل ياد کړل ترڅو په راتلونکې کې مو دوستانه لا پسې پياوړي شي هغه همداراز دَ دې علمي بنسټ سره دَ همغږۍ لپاره دَ هر راز مرستې ژمنه وکړه.

په پاى کې دَ بلخ پوهنتون رئیس له خوا په لاس ليکل شوي تابلو ښاغلي حسين کونګور ته ډالۍ کړه.

ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسېده.

دبلخ پوهنتون عامه پوهاوي او اړيکو آمریت

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS