د اداري کارمندانو عقيدتي ازموينه

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۳۶
خبر

د سه شنبه ‍ورځ په بلخ کې، د ټولو ادري کارمندانو څخه د لوړو زده کړو وزارت په هدايت سره د دعوت ارشاد آمريت له لوري، د فقهي او عقيدتي درسونو په لړۍ کې د 1403لمريز کال د دويمې ربعې ازموينه واخيستل شوه.

نن 1483لمريز کال د وږي د مياشتې په شلمه، په دغه پوهنتون کې يوازې له اداري کارمندانو ازموينه واخيستل شوه او په سبا به يې د ياد پوهنتون له خدمتي کارکوونکو ازموينه واخيستل شي.

د يادولو ده، چې د دعوت ارشاد آمريت په پام کې لري، چې د دغه ازموينې، لومړی، دويم او درېيمه نمره کسان په جايزو ونازوي؛ تر څو نور هم وهڅېږي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۵
Background image

د بلخ پوهنتون د رئیس شرعياتو، اقتصاد او ژورناليزم پوهنځيو څخه ليدنه.

نن شنبه د تلې مياشتې په (۱۴)مه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي د ياد پوهنتون د پوهنځيو د کتنې په لړۍ کې، شرعياتو، اقتصاد او ژونالېژم پوهنځيو څخه ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د څارنې او ارزونې پلاوي وروستۍ ناسته

د پنجشنبه ورځ د تلې مياشتې په دوولسمه، په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د څارنې او اروزنې رياست له لوري، د همدې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې ارزونه پای ته ورسیده.

دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

د پوهنتون رئیس له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه

شنبه ورځ د روانې تلې مياشتې په اوومه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد «هاشمي» د ياد پوهنتون د ساينس، کمپيوټر ساينس او معدن انجنيرۍ له پوهنځيو ليدنه وکړه.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ. . .

BACK TO NEWS