د نشراتو عمومي رئيس انجینیر روح الله روحاني د بلخ پوهنتون له رئيس سره ناسته

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۳۵
خبر

يکشنبه د پلازمېنې کابل څخه راغلي پلاوي په مشرۍ  دلوړو زده کړو وزارت د نشراتو عمومي رئيس انجینیر روح الله روحاني د بلخ پوهنتون له رئيس مفتي محمد شريف عثماني سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه، ياده ناسته د بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمر مولوي سميع الله بلخي له لوري د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

ورپسې د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني د راغلي پلاوي په پښتنه مینه  دروند هر کلی وکړ او له هر کلي کولو وروسته يې د هغه له راتګ مننه هم وکړه.

د پلاوي سره په دغه ناسته کې ښاغلي رئیس وويل: چې د بلخ پوهنتون ټول استادان او اداري کارمندان د پوهنتون له رهبرۍ سره په چارو کې همغږي دي ټول د يو بل سره د ستونزو په حل کې اوږه ورکوي او تر خپل وس او توان پورې ستونزې له منځه وړي او د آمرانو د امر تابع دي.

ښاغلي رئیس خپلې خبرې ډېرې اوږدې نه کړې؛ خو په پای کې يې ميلمنو ته په خطاب کې وویل: چې د بلخ پوهنتون رهبري ستاسې په خدمت کې ده، د يوې ادارې خلک يوو، هدف مو يو دی او ټول به په ګډه ورته کار کوو،

د ستونزو په شتون کې به ديو بل لاسنیوی کوو.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي چې د تقرر او ترفيع رئيس ښاغلی عزام، دمحصلانو چارو رئيس حامد يعقوبي يې غړي وو د هغوي په استازيتوب د نشراتو  عمومي رئيس انجنير روح الله روحاني خپلې خبرې پيل کړې او ويې ويل: مونږ د لوړو زده کړو د وزارت لخوا په بلخ پوهنتون کې د ستونزو د حل لپاره رالېږل شوي يوو، ترڅو ستونزې په نښه اود حل په موخه يې اړين تدابير ونيول شي زمونږ دراتګ يواځنۍ موخه همدا ده، چې کومې ستونزې په خپله په بلخ پوهنتون کې د حل کېدو وړ وې؛ نو هماغلته يې له محترمو رئيسانو، امرينو او اداري کارمندانو سره حل کړو او کوم چې د حل کېدو  نه وې؛ نو په ليست وار شکل يې له ځان سره  ياداښت کړو او دحل په موخه يې له وزارت سره شريک کړو. ترڅو د حل لپاره يې اړين ګامونه پورته شي.

ناسته دخير په دعا سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

نېټه:۱۴۴۵/۱۱/۱۰ھ ق

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS