د ژورنالېزم پوهنځی
د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځي تاريخچه
د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځی، په لومړي سر کې د ژورنالېزم ډيپارټمنټ په نوم يادېده، چې دوه برخې مطبوعات او راډيو تلويزيون يې لرلې. په ۱۳۷۲ لمريز کال کې د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې خپل اکاډميک فعاليتونه پيل کړل.
په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د پوهنتون نوي مديريتي سېستم تاسیس ته په پام او د بېلابېلو څانګو د پراختيا او د ټولنيزو اړیکو اړوند د فرصتونو برابرولو، عمومي اړيکو او د ورځ پاڼو خپلواکۍ ته په اړتيا يو ځل بيا ځان ته او په خپلواک نوم باندې د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځی د پوهنتون د فعاليت په ساحه کې داخل شو او همدې ارزښت ته په پام د رهبري هيات لخوا تعقيب او د ټوليزو اړيکو او ژرونالېزم پوهنځي ته منصوب شو، چې د خدای پاک په پېرزوينې او او د دې پوهنځي د رهبري هيات او د پوهنتون د مسوولينو له خوا د ۱۳۹۰ لمريز کال د حمل په میاشت کې رسماً د مديريت چارې يې د پوهنتون د رئيس له خوا پوهنيار محمد نظري ته وسپارل شوې او په همدې ترتيب د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځی د بلخ پوهنتون کې جوړ شو.
په اوس وخت کې دغه پوهنځی د درې ډيپارټمنټونو(ژورنالېزم، عمومي اړيکې او د سولې مطالعې) او د ۱۳ تنو علمي کادرونو له خوا د يو زر شاوخوا محصلان یې له درې ډيپارټمنټونو څخه فارغ کړي دي.
ډيپارټمنټونه
۱- د ژورنالېزم ډيپارټمنټ د ژورنالېزم پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۷۲ لمريز کال بلخ پوهنتون کې د ددې څانګې د مينه والو ځواب ورکولو په موخه جوړ او ورځ پاڼې ليکنې په برخه کې ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړه. که څه هم تر ۱۳۷۸ لمريز کال او د ۱۳۸۰ لمريز کال په اخرو کې دغه څانګه د نظام له علاقې کمرنګه شوه؛ خو بيا هم د بلخ پوهنتون له ژورنالېزم څخه ډېر محصلان فارغ شول او په ملي و نړيوالو رسنیو کې يې دندې واخیستې. په ۱۳۸۱ لمريز کال کې د طالبانو د نظام سقوط د ژورنالېزم په برخه کې نوي افکار او نظريې رامنځته کړې، انحصارې رسنۍ په خپلواکو رسنيو واوښتې، هم مهاله د لوړو زده کړو وزارت د دغه نوي بدلون په نتيجه کې ددې برخې د ډېرو ډيپارټمنټونو د جوړولو ملاتړ وکړ. په ۱۳۹۰ لمریز کال کې دغه ډيپارټمنټ پوهنځي ته ارتقا وکړه. موږ هيله مند يوو، د استادانو په هڅو او د بلخ پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ، همدارنګه د افغانستان د ملګرو هېوادونو په مرسته به ددې برخې په مسلکي زده کړه کې خپله ملي او انساني برخه ادا کوو.
۲- د عمومي اړيکو ډيپارټمنټ په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د ژورنالېزم په چوکاټ کې په فعاليت پيل وکړ. عمومي اړيکې يو مديريتي توپيروونکی فعاليت دی، چې د دوه اړخيزو اړيکو د رامنځته کول او د شبکو د ساتنې درک کول، د يو سازمان تر منځ منل او مرسته کول او خلک چې له هغه څه سره سر و کار لري، مرسته کوي. عمومي اړيکې د دغو فعاليتونو درلودونکی دی: د مسلو حل، له عمومي افکارو څخه د مديريت پوهاوی او هغوی ته ځواب ورکول، د مديريت د مسووليت پېژندنه او پر هغه تاکيد...او له دې ټولو ګټوره استفاده کول.
همدارنګه عمومي اړيکې يو ټولنیزه او فني پوهه ده، چې مختلف لوري څېړي، د هغوی د پايلو وړاندوينه کوي او د سازمان رهبران په هغو پلان شويو طرحو په اجرا کې، چې وشي کولی د سازمان د سرچينو ساتنه او د عمومي ګټو بنسټ هم تامین کړي، لارښوونه ورته کوي. او يا عمومي اړيکې د ليدلوريو په وړاندوینه کې هغه خبر ورکوونکی لومړنی سېستم دی، چې د اخلاقو خلاف نه وي، عمل کوي.
۳- د اړيکو د مطالعاتو ډيپارټمنټ د امريکا متحده ایالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته د پوهنتونونو د ملاتړ پروګرام او د بشري قواو پراختيا (USWDP) او د امريکا د اوماهای نبراسکای پوهنتون (UNO) او د بلخ پوهنتون د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځي په چوکاټ کې تاسيس شوی دی. ددې ډيپارټمنټ د تحصيلي نصاب په جوړولو کې د بلخ او کابل د ټوليزو اړيکو او ژورنالېزم پوهنځي او د نبراسکای پوهنتون برخه اخیستې، تر څو ډاډ ترلاسه شي، چې نوموړي پروګرامونه د کيفيت نړيوال معيارونه یې پوره کړي دي او داسې تنظيم شي، چې د محلي او سيمه يیز کار بازار اړتياوو ته د اړيکو په څانګه کې ځواب ورکوونکی وي.
د اړيکو مطالعاتو ډيپارټمنټ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د لړم په ۳ مه نېټه د بلخ پوهنتون په تالار کې د يوې رسمي غونډې په جوړولو، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي معين، د بلخ ولایت مرستيال، د بلخ پوهنتون رئيس، د ژورنالېزم پوهنځي سرپرست، د USWDP دفتر مسوول په ګډون، استادانو او محصلانو پکې برخه کې اخيستې وه، افتتاح شو او د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۷ لمريز کال د مني سمستر د ۸۰ تنو محصلانو په ګډون، چې د کانکور له لارې دې ډيپارټمنټ ته پېژندل شوي ول، درسي بهير يې پيل کړ، چې له دوی څخه ۳۷ تنه نجونې او ۳۴ تنه هلکان ول.