په بلخ پوهنتون کې د پروپوزال ليکنې ورکشاپ ترسره شو

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۲۰
خبر

د  ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر مياشتې نهمه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش د اسد مياشتې ۱۲ نيټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) په ګډه همکارۍ، د پوهنتون استادانو لپاره یو تخصصي ورکشاپ د " څېړنيز پروپوزال لیکنه" تر عنوان لاندې داير شو.
ورکشاپ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون، ښاغلي ډاکټر حمیدالله عمرخېل، د څېړنو ارزښت، علمي پرمختګ او د استادانو علمي- څېړنيزو مسؤلیتونو باندې تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي د استادانو د څېړنیز فعالیت د هڅونې او تشویق په موخه مهم انګېزشي ټکي وړاندې کړل او د څېړنې د بنسټیز رول یادونه یې وکړه.
ورپسې، د اجندا مطابق، ښاغلي پوهنيار ديپلوم انجنير وزیر احمد فوشنجي د ورکشاپ اصلي علمي پرزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د څېړنو پروپوزال لیکنې اړوند عمده موضوعات، لکه د عنوان انتخاب، سریزه، څېړنيزې موخې، او پوښتنې، د څېړنې شالید، منابعو راټولونه، او د جوړښت اړوند نور تخنیکي اړخونه په تفصیل سره تشریح کړل.
له هغه وروسته، د څېړنو آمر محترم، ډاکټر اسحاق رحیمي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو لارښود پر بنسټ د څېړنیز پروپوزال معیارونه، بڼې او اړینې برخې روښانه کړې او ګډونوالو ته يې لازمي وضاحتونه وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې استادانو ته  ستاینلیکونه وويشل او دا علمي غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۷
Background image

ه بلخ پوهنتون کې د سرپل پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې ته بريالي شويو څلورو تنو له خپلو علمي کنفرانسونو څخه دفاع وکړه.

نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۲ مه، د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې د ياد کنفرانس پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۴
Background image

کتابتون آمریت د اړوندو کتابتونونو له مدیرانو سره د پسرلنی سمستر راپور اخستنې په موخه ناسته ترسره کړه.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق د ذوالقعدی په ۱۱مه د کتابتون آمر مولوي سيدفرید سادات د پوهنځیو کتابتونونو له مدیرانو سره د مدیرانو سره د پسرلنی سمستر راپور اخستنې په موخه ناسته ترسره کړه.په ياده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ليليې کمېټې شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷ذوالقعدې مياشتې په ۸ مه بلخ پوهنتون کې د ليليې کمېټې مياشتنۍ نوبتي ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې. . .

BACK TO NEWS