دبلخ پوهنتون دنوی ساحی داوبو رسولو پروژي پرانیسته

ba-edris
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۵
خبر

 

يکشنبه د1445 /28/4 ه ق د بلخ پوهنتون نوې ساحې ته دَ تخته پل اوبو رسونې پروژې دپاتې کارونو پيليزه ناسته دَ ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځي کنفرانسونو په تالار کې دقرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

ياده ناسته کې چې د بلخ ولايت مختلفو ارګانونو، او د مرکز څخه دَ اوبو رسونې عمومي رئیس په کښې

ګډون کړى وو لومړى دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مولوي صاحب ضياﺀالحق ضياﺀکريمي دښه راغلاست ترڅنګ د يادې پروژې په اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او اوبه يې دَ ژوند پايښت لپاره بنسټیزه سر چينه وبلله هغه همدا راز له مسؤلینو څخه قدرداني وکړه چي  ددي پروژې په تعميل سره زموږ لاسنیوى وکړ

ورپسې دبلخ پوهنتون دشرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي مفتي شفيق الله مظهري هم ديادي پروژې په ارزښت او  همدارنګه د پروژ په تعمیل سره به په راتلونکې کې دهېواد په سمسورتيا رغنده رول ولوبوي او سيلانيان به يې ليدلو ته مشتاق وي.

وروسته بيا دمحيط زيست رئیس مولوي محمد محمدي، انجنیر وحيدالله هويدا هر يو په خپل وار سره دپروژې په اړتيا او ارزښت خبرې وکړې.

دغونډې په وروستۍ برخه کې داوبو رسونې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي داسلامي نظام دراتګ، پايښت او ديادې پروژې چې څه دپاسه ۲۵۸ میلونه افغانی مالي لګښت، او ۳۶ کیلومتره اوږدوالى لري دَ څرنګوالي په اړه يې هر اړخيزې خبرې وکړې او له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه دَ اوبو په استعمال کې سپما وکړي او د پاکوالي يې ځانګړى خيال وساتئ.

په پاى کې دَ قراردادي شرکت په استازیتوب ميرويس ايوبي دپروژې کيفيت او تضمین په اړه خبرې وکړې.

او د عامو وګړو په استازولئ حاجى نورالدين اکا هم خپل دزړه خواله ګډونوالو ته وړاندې کړه.

غونډه په دعا کولو سره پاى ته ورسېده.

د بلخ پوهنتون د اړيکو اوعامه پوهاوي آمریت.

 

photo

 

photophotophoto

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS