دلوړو زده کړو سرپرست وزیر دبلخ پوهنتون له مسؤلینو سره لار ښوونيزه ناسته

ba-edris
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۹:۵۰
خبر

د دوشنبه 1445 /10/7ه ق کال چي د1402 /2/11 ه ش سره سمون خوري دلوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شيخ الحديث ندامحمد نديم د بلخ پوهنتون علمي معاونيت کنفرانسونو په تالار کې دياد پوهنتون له رئیس، مرستيالانو، او شپاړس ګونو پوهنځيو رئیسانو سره لار ښوونيزه ناسته ترسره کړه. ناسته دَ قرآن کريم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

 ورپسې دلوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شيخ الحديث ندامحمد نديم د بلخ پوهنتون درهبرۍ هڅې وستايلې او له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې خپلمنځي وحدت او همغږۍ لپاره لا زیات زيار وکاږي ترڅو دَ دې علمي او آکادميک بنسټ په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي هغه مسئولينو ته ډاډ ورکړ چې دستونزو په شتون کې ورسره په مستقیم يا غير مستقيم ډول په اړيکه کې شي ترڅو دحل په موخه يې اړين او چټک تدابیر ونيول شي.

ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسېده.

در بلخ پوهنتون عامه پوهاوي او اړيکو آمریت.

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۱۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د «کتاب لوستنې» په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي محصلان د ستاينلکونو تر څنګ په جايزو هم ونازول شول.

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۹ مه، د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي مسوولينو له لوري د (کتاب لوستنې) په سرليک پر لاره اچول شوې سيالۍ کې ممتاز او بريالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۳۸
Background image

د بلخ پوهنتون يو شمېر مسوولينو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال ذوالقعدې مياشتې په ۱۲ مه، د بلخ پوهنتون زراعت پوهنځي رئيس، د مالي او اداري او علمي چارو مرستيالانو د ازبکستان هېواد زراعت پوهنتون رئيس سره انلاين ناسته وکړه. . .

BACK TO NEWS