د بلخ پوهنتون په کوربه توب کې د شمال زون په کچه د واليبال سيالۍ پيل شوې!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۸:۴۴
خبر

د بلخ پوهنتون په کوربه توب کې د شمال زون په کچه د جوزجان، سرپل، سمنګان، فارياب او بلخ تر منځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، د يادو سياليو لپاره د بلخ پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي و، چې د بلخ پوهنتون د داخلي پرسونل سربېره د پلازمينې کابل څخه د لوړو زده کړو له لوري پکې ميلمنو هم حضور درلود.

د غونډې چارې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو سره پيل شوې، ور پسې د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال قاضی عبدالهادي فضلي د غونډې د ګډنوالو دروند هر کلی وکړ او له هر کلي وروسته په خپله وينا پيل وکړ، نوموړي د لوړو زده کړو وزارت دا کارنامه وستايله او د وزارت څخه د لا دغه ډول  لاسنوي هيله څرګنده کړه.

ښاغلي فضلي د څلورو واړو پوهنتونونو لوبغاړو باندې غږ وکړ او ويې ويل: د دغه ډول کارنامو څخه ښه استفاده وکړئ، دولت ستاسې سره پر هره برخه کې مرستندوی دی، وخت مه ځايه کوئ، هيله لرم چې په صميمانه فضا کې يې تر سره کړئ.

د ښاغلي مرستيال څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي ميلمه خبرې وکړې او لوبغاړو ته يې په خطاب کې وويل: وزرات نه يوازې د سپورټ په برخه کې، بلکې ستاسې د تقويت لپار نورې دا ډول برنامې هم لري، که هغه د تيوري، او عملي زده کړو په باره کې دي او که د محصلانو د نورو اړتياوو.

د غونډې په دوام کې د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي يو تن محصل چې په تالار کې د بلخ پوهنتون د واليبال د ټيم لوبغاړی و، حسيب الله شېرزي د وزارت دغه کارنامه وستايله او ويې ويل: مونږ له وزارت ډېر خوښ يوو، چې دغه ډول د لوبو او سياليو لړۍ يې مونږ ته پر لار اچولې ده، خدای دې دا د امن او ورورولۍ محبت فضا خوره لري.

 مراسم د سهار يوولسو بجو پيل او د غرمې په دولس نيمو بجو خير په دعا او خوښۍ پای ته ورسیدل.

پاتې دې نه وي، يادې سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او په ګټونکې لوبډله به جوايز وويشل شي، په نن ورځ بيا جوزجان پوهنتون سرپل ته درې پر صفر ماتې هم ورکړه.

 

نیټه ۱۴۴۵/۱۰/۲۷ ھ ق

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS