د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه

ba_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴
خبر

چهارشنبې په ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ ه. ق چې د ۲۶/ ۲/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون د نړیوال ژورنال د جواز ترلاسه کولو د کاري کمیټي غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال په مشرۍ د دغه پوهنتون په مرکزي تعمیر د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې جوړه شوه.

لمړی غونده  به رسمي توګه د قرانکریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسی د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلي پوهاند ډاکتر محمدطاهر طاهر د نړیوال ژورنال د جوړولو پر اهمیت، د بلخ پوهنتون په معرفي کولو او د نړۍ په کچه دعلمي کادر غړو  د علمي څېړنیزو مقالو په خپرولو  کې د هغې رول  په اړه خبرې وکړې.

وروسته د جلسې له اجنډا سره سم د نړیوالې مجلې د کاري ساحې، نوم، مسوول مدیر، مشر مدیر، د مدیره هیات غړو او کتنکو د بورډ غړو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادل وشو. همدارنګه په غونډه کې د حاضرو غړو د رایو په یووالی د مجلې نوم د"بلخ پوهنتون نړیوال ژورنال(بشري او ټولنیزو علومو )" تر عنوان لاندې د مجلې د تخصصي ساحې په توګه وټاکل شوو او پریکړه وشوه چی کاري کمیټه دې د نړیوال ژورنال د جوړولو په برخه کی د نورو تخنیکي او اداري مسایلو چارې، بشپړ کړي.

په پای کې  غونډه دخیر په دعا پای ته ورسید.

 

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS