د بلخ پوهنتون اوکابل پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د دووه اړخيزو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۲:۴۰
خبر

د بلخ پوهنتون اوکابل پولي تخنیک پوهنتون  ترمنځ د دووه اړخيزو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د  پنجشنبه په ورځ د ۱۴۴۶ ه ق کال د محرم الحرام دمياشتي ۱۲مه

دبلخ  پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شريف عثماني د کابل پولي تخنيک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئيس ښاغلي انجنير سردار ولي صالحي سره د دوه اړخیزو همکاریو  هوکړه ليک لاسليک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به دواړه پوهنتونونه و کولای شئ چې ديو بل له علمي  ظرفیتونو او اسانتیاوو ګټه پورته کړي، همدا راز د يادو علمي بنسټونو د استادانو  او محصلینو ترمنځ به په علمي ډګر کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي.

 دواړو پوهنتونونو دهوکړه ليک په لاسليک کېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د عملي کولو په برخه کې به يې خپل ټول توان په کار واچوي .

په اخیر کې ناسته د هوکړه لیک په لاسلیک او دعا کولو سره پای ته و رسیده.

بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

د بلخ پوهنتون اقتصاد پوهنځي جنوب خوا د زرغونتيا او ښکلا په موخه نوی چمن کېنول شو!

سې شنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال رمضان مياشتې په ۱۴ مه، په بلخ پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي جنوب خواته د زرغونتيا او ښکلا په موخه د مالي او اداري چارو مرستيال په لارښوونه د تدارکاتو آمريت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د طبيعي علومو «نړيوال ژورنال» د کتنپلاوي غونډه ترسره شوه!

پنجشنبه د ۱۴۴۷ کال رمضان مياشتې په۹مه، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د حوت ۷ مې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت کې د طبيعي علومو نړيوال ژورنال د هئيت تحرير غونډه د. . .

BACK TO NEWS