د بلخ پوهنتون له منسوبینو سره د نوی رئيس لارښوونیزه ناسته

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۱۴
خبر

شنبه ورځ د وږي مياشتې په وروستۍ نېټه د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي د بلخ پوهنتون ټول استادان، رئيسان، د پوهنتون معاونين او اداري کارکوونکي او آمران د خپلې ارزښتمندې وينا لپاره د ياد پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې راغونډ کړي وو.

ياده غونډه د بلخ پوهنتون د دعوت ارشاد آمر خوږ ژبي شخص قاري صيب ضياء الرحمن عابد د قران عظيم الشان په خوږ تلاوت سره پيل شوه.

د دغه غونډې پيلزه وينا د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو وکړه، چې پکې د ګډونوالو ښه هر کلی وشو.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي په خپلو خبرو کې د نظام د بقا لپاره غوره څرګندونې وکړې او ويې ويل:« الحمدلله د پوهنتون ټول مسووله اشخاص د فتحې په راتګ سره، پر نبوي سنتو برابر شوي دي، اوس وخت د دې دی، چې د هېواد د بجو اذاهان په اسلامي روحيه وروزل شي، هغه زياته کړه، چې شخصيت جوړونه پر علم کېږي، مونږ او تاسې ته ضرور دي، چې ديني او عصري علوم دواړه حاصل کړو، د انسان د ظاهري صورت نه بايد زيات کار په باطن وشي، ځکه چې رب العزت فيصلې د زړونو په نيت کوي، نوموړي د دې څرګندونو سربېره د پوهنتون د چاپېريال پورې تړلي ټول اشخاصو ته دنده ورکړه چې خپل مسووليتونه په ښه ډول وپېژني او ادا يې کړي، ځکه چې مسووليت يو امانت دی، په امانت کې بايد خيانت ونه شي»

د دغې غونډې د خاتمې دعا د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس مولوي عبدالحکيم صالحي له لوري وشوه.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۱۷ م شمېرې فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنوي په سرليک دی، د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رمضان مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ پوهنتون کې ياد فرمان د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

BACK TO NEWS